
د ولسي جرګې ځينو غړو د امنیتي سکټور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر سلاکار امرالله صالح پر وروستیو څرګندونو کلکې نیوکې وکړې.
دوی وايي، چې په دغو حساسو امنیتي شرایطو کې نباید د افغانستان سولې ته زیان ورسيږي او د حکمتیار په باب دا شان څرګندونې وشي.
امرالله صالح تېره جمعه (جون ۱۲مه) د کاپیسا ولایتي شورا پخواني رییس محمد امان مبارز د ۴۰مې په مراسمو کې وویل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جګړې قربانیانو ته سپکاوی کړی او پروینا يې سره لهدې چې په تیرو ۱۷ کلونو کې حکمتیار د دوی د وژنې فتواوې ورکولې، خو کابل ته د راننوتو پرمهال یې تود هرکلی وشو.
هغه دا هم وویل، چې حکمتیار لهپاره نباید دومره د تود هرکلي پروګرام نیول شوي وای، ځکه هغه په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانانو د وژنې په برخه کې کار کړی دی.
صالح ویلي وو، چې په هیواد کې د سولې له بهیره ملاتړ کوي، خو له حکمتیاره د حکومت هرکلی دغه بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.
له بل لوري بیا، د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل، چې د امرالله صالح دا څرګندونې د سولې بهیر او د افغانستان ټیکاو ته سپکاوی دی.

د جرګې غړي اقبال ساپي وویل، چې ولس له هر وخت زیات سولې ته اړتیا لري او دا ډول څرګندونې په هیواد کې سیاسي ستونزې زیاتوي:
«امرالله صالح راځي کاپیسا ته او له ځان سره رسنۍ هم راولي په هغه ځای کې چې خلک سوله غواړي ګلبدین حکمتیار ته سپکې سپورې وایي زه فکر کوم چې ناسالمه سیالۍ افغانستان کوم ځای ته نه رسوي.»
خو د جرګې بل غړي غلام فاروق مجروح د صالح په ننګه وویل، چې کنایې د ګتې پرځای زیان ډېر لري.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ټولو خلکو وغوښتل، چې په هیواد کې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.
«له نیکه مرغه نن موږ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې شاهد یو او د سولې په برخه کې ولس ته یو ښه پیغام دی د افغانستان له خلکو، حکومتي بنسټونو، مدني ټولنو او رسنیو په درنښت هیله کوم چې نه باید دغه بهیر زیانمن کړي.»
د ولسي جرګې یو شمیر غړو خبرداری ورکړ، چې که داسې مسلې د هر بنسټ او یا کس له خوا په هیواد کې مطرح شي او د سولې بهیر ته زیان ورسوي په هیواد کې به سیاسي ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
دوی له ټولو حکومتي او غیرحکومتي بنسټونو وغوښتل، چې په هیواد کې د سولې له بهیره کلک ملاټر وکړي.





