د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ارګه غواړي چې د دارالانشا رییس ورمعرفي کړي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالعزیز اریايي نن د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د تاریخ د اعلان په غونډه کې یو ځل بیا له حکومته په ټینګار سره د دې کمېسیون د دارالانشا رییس د معرفي کولو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي اريايي په خبره، دوی ۱۱ میاشتې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دې پوسټ له‌پاره د ۳ نوماندانو لړلیک ورلېږلی؛ خو هغوی تر اوسه هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

عبدالعزیز اریايي په رڼو او واقعيي ټاکنو کې د دارالانشا د رییس موجودیت اړین بولي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي وايي، دوی د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا د رييس د برخلیک او څرنګوالي په اړه معلومات نه‌لري.

له بل لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان بدیع صیاد وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال پر ۲۸مه نېټه کېږي او په‌دا ډول شرایطو کې به ټاکنې له ستونزو خالي نه‌ وي.

د هغه په وینا، د رڼو، عادلانه او له تقلبه د پاکو ټاکنو له‌‌پاره یې ځېنې اصلاحات پیل کړي‌دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس دا هم وویل چې د رایو ورکوونکیو نوم‌لیکنه د وري میاشتې په ۲۵مه لومړی په ښارونو او بیا د ولسوالیو په مرکزونو او کلیو کې پیلېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام