
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون نن په خوست کې یوې غونډې ته وویل چې ولسمشر سره یې د ځینو شرطونو له مخې روغه جوړه کړې ده.
نوموړي وویل، له ولسمشر نه یې غوښتي چې د خوست والي، امنیې قومندان، ملي امنیت رییس او ښاروال به خوستوال ګوماري.
د همایون په وینا، که ولسمشر یې یادې غوښتنې ونهمني، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ورته خنډونه جوړ کړي.
خو د همایون همایون یادې څرګندونې د خوستیانو او یوشمېر شنونکو له توند غبرګون سره مخ شوې او هغه یې د قانون خلاف وبللې.
سیاسي شنونکی ګلعباس وايي، همایون دې د ولس په استازولۍ او د ولسي جرګې له ادرسه پر ولسمشر د غیرقانوني فشار راوړلو او له هېچا سره د معاملې حق نهلري.
موږ وغوښتل پهدې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
همایون همایون داسې مهال له ولسمشر سره د شرایطو له مخې له ولسمشر سره د روغې جوړې خبره کوي چې څه موده وړاندې یې له یوشمېر نورو سیاسیونو سره د افغانستان ستر ملي اېتلاف جوړ کړ او وخت ناوخت یې پر حکومت نیوکې کولې.





