
د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان ایران ته په سفر کې د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني سره کتنه کې ویلي، اسلاماباد او تهران افغانستان کې د سولې ټینګښت غواړي او دې برخه کې له هڅو ملاتړ کوي.
هغه ـ چې تېر ماښام ایراني چارواکیو سره د خبرو لهپاره تهران ته تللی ـ دا خبرې نن وروسته له غرمې حسن روحاني سره په یوې غونډې کې ګډون وکړې.
هغه زیاته کړې چې پاکستان او ایران د افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې څخه متاثره شوي چې دغو دوو هېوادونو کې د افغانکډوالو حضور یې غوره بېلګه ده.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، که افغانستان کې سوله ټینګه شي؛ دغه هېواد کې به شرایط بدلون وکړي او د کابل او اسلاماباد ترمنځ به سوداګریزې اړیکې ښې شي.
پر همدې مهال د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي، عمرانخان سره لیدنه کې یې د افغانستان د سولې بهیر سره د مرستې په اړه خبرې کړېدي.
لهدې مخکې عمران خان ویلي وو چې وروسته لهدې به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او یوازې دعا به ورته کوي. له دې خبرو مخکې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه نظر څرګند کړیو.





