
د سیمه ییزو ارګانونو مطبوعاتي دفتر مسوولین وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پربنسټ عطامحمد نور د بلخ والي په توګه وګومارل شو.
د سیمه ییزو ارګانونو ویاندې منیره یوسف زاده سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته ولسمشر غني د بلخ والي په توګه د عطامحمد نور د ګومارنې حکم تایید کړ.
بلخ والي ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د ولسمشر او بلخ والي ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې لومړۍ ماده داوه، چې نور به بېرته د بلخ والي په توګه ټاکي.
له بل لوري د بلخ د والي ویاند منیرفرهاد سلام وطندار ته وویل، چې د ولسمشر او نور ترمنځ د هوکړې لاسلیکولو په اړه لا هم خبرې دوام لري.
فرهاد وايي، چې عطامحمد نور به د نوي کال په لومړیو کې د بلخ د والي په حیث رسما معرفي شي.





