افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه (مارچ۲۵مه) په یو رسمي سفر بلخ ولایت ته لاړ، څو هلته د روضه‌ی شریف په نوم یو جومات پرانستلو کې ګډون وکړي او د ښونځيو د پېل زنګ هم وکړنګوي.

په دغو مراسمو کې د بلخ اوسني والي عطامحمد نور وویل، چې ډير ژر به له خپلې دندې استعفا وکړي.

هغه زیاته کړه:" هر هغه څوک، چې په بلخ ولایت کې ښکر وکړي، نو ښکر به يې مات کړم".

نوموړي زیاته کړه، چې په‌دې وروستیو کې د شمالي ولایتونو د امنیت خرابوالي یوازنی لامل څو وسله‌وال طالبان نه‌دي، بلکې د څو هېوادونو ګډه استخباراتي برنامه ده.

عطامحمد نور وايي، که چېرې د شمال امنیت ته جدي توجه و نه‌شي، نو بلخ به ورسره هم زیانمن شي.

له بل لوري ولسمشر محمد اشرف غني هم په دغو مراسمو کې وویل، چې د بلخ والي عطامحمد نور تل د دغه ولایت د امنیت له‌پاره هڅې کړي او شمالي ولایتونه يې هم له پامه نه‌دي غورځولي.

ولسمشر د عطامحمد نور کارونه د ستاینې وړ وبللې او زیاته يې کړه، چې بلخ د ده پر مهال زیات اقتصادي او سیاسي پرمختګونه کړي دي.

د ولسمشر غني پر خبره، خلک د بلخ والي له استعفا کولو سره راضي نه‌دي، خو زیاته يې کړه، چې په‌دې اړه به وروسته خبرې اترې وشي.

د ویلو ده، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې عطامحمد نور کله د بلخ والي او کله هم د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.

همدارنگهعطامحمد نور د  شنبې ورځ د نوي تعلیمي کال د پیل مراسمو پر مهال وویل، په بلخ کې ۵۵ سلنه ښوونکې میرمنې دي.

د نور پروینا، د لیک لوست د غوړیدا له پاره په بلخ ولایت کې د ۱۵ تر ۲۰ میلیونو ډالرو په لګښت ښوونیز مرکزونه جوړ شوي دي.

" څرنګه چې د پوهنې ريیس مخکې یادونه وکړه  ۱۳ زره ۶۰۰ ښوونکي لرو ۵۵ سلنه يې میرمنې دي چې دا ونډه يې له نارینه و زیاته ده"

د بلخ والي وايي په  ۱۳۸۳ لمریز کال کې ۳۵۰ بابه ښوونځي وو خو اوس مهال دغه شمېر ۶۸۰  ښوونځيو ته رسیدلی دی.

 نور په  بلخ ولایت کې د لوړو زده کړو ودې په اړه وايي د بلخ دولتي پوهنتون په بیلا بیلو پوهنځیو کې  ۲۳ زره زده کړیالان لري چې له دې شمېرې ۵۰ سلنه یې نجونې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام