
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د یاد سازمان د وزیرانو شورا غونډه کې ويلی، د افغان سولې بهیر سره د مرستې په موخه شرایطو ته په کتو افغانستان کې خپل پوځي حضور کموي.
سټولټنبرګ وايي، افغانستان کې د خپل پوځي حضور کمېدو سره سره به ناټو دغه هېواد کې د سولې او تلپاتې ثبات په اړه خپله ژمنتیا وساتې.
د ناټو د معلوماتو پر بنسټ د امریکا او طالبانو د هوکړې پرمهال دغه سازمان افغانستان کې شاوخوا ۱۶۰۰۰سرتېري لرل.
د ناټو سرمنشي د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله او زیاته یې کړه، هغه وخت رارسېدلی چې طالبان او نور سیاسیون په دې اړه خپل مسوولیت ادا کړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن پنجشنبه وشي چې د اجنډا یوه برخه به یې پر افغانستان هم بحثونه کول وي.





