د دوحې شېراتون هوټل، د افغان دولت او طالبانو د مخامخ خبرواترو د لومړني پړاو کوربه دی. د دغو مراسمو په څنډو کې د سلګونو موضوعاتو په ډله کې یوه هم د هغې نجلۍ پر لاس «د توتکۍ خال‌وهنه» ده چې د خبریالانو په ډله کې شېراتون ته تللې ده.

دغې خال‌وهنې ډېر غبرګونونه له ځانه سره لرل او ډېریو پر ټویټر ستایلې ده. د دغې نجلۍ مخاطبانو ویلي چې هغه د نوي افغانستان په استازولۍ شېراتون ته تللې ده.

محبوبه واحدي وايي، سره له دې چې په قصدي ډول یې له خال‌وهنې سره ځان د طالبانو مخې ته نه دی راڅرګند کړی، خو غبرګونونه یې خوښ شول. هغه له سلام‌وطندار سره په مرکه کې د نوي افغانستان په اړه غږېدلې او وايي، طالبان باید له دغسې یوه هېواد او نسل سره ځان جوړ کړي.

شېراتون د قطر د دوحې په شمالي برخه کې یو پنځه ستوریز هوټل دی. دغه هوټل ډېر کله د هغو کورنیو او کسانو کوربه وي چې د فارس خلیج ساحل ته د چکر لپاره ځي، خو دا ځل د دولت او هغې ډلې د پلاویو کوربه دی چې له درې لسیزو ډېر یې یو د بل پر وړاندې وسلې اخیستې دي.

د طالب ډلې په مرکچي پلاوي کې یوه ښځه هم نشته. د دغې ډلې ویاند نعیم وردګ سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده غونډه د سولې او جګړې په اړه ده او اړتیا نشته چې ښځې دې هم په‌کې ولري.

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبیې سرابي سلام‌وطندار ته ویلي، د طالبانو په پلاوي کې د ښځو نه موجودیت ښيي چې «د طالبانو په منځ کې ښځې غږ او ځای نه لري.»

د طالب ډلې د سولې مرکچي پلاوي غړی خیرالله خیرخواه وايي، هڅه کوي چې خبرې اترې ښه پایله ولري: «هڅه کوو چې غونډې ښې پایلې ولري، موږ د ښځو پر حقونو او بیان ازادي باور لرو، خو داسې چې چا ته په‌کې زیان و نه رسېږي.»

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي یوه مهمه موضوع د ښځو حقونه دي چې د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د سولې خبرواترو د پیل په غونډه کې یې ورته اشاره وکړه.

اوس د دواړو لوریو ترمنځ د تماس ډله جوړه شوې او دا ډله پر اجندا د کار کولو دنده لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام