
په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د لوړې له غبرګو مراسمو ترسره کېدو نږدې یوه میاشت اوړي خو لاهم د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلاف په خپل حال پاتې دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دغه راز په دې وروستیو کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خوا ډیپلوماتیکې هڅې د دغه سیاسي بحران د پای ته رسولو لپاره له ماتې سره مخ شوې.
خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره لیکلي چې مایک پمپیو د ناټو له عمومي منشي ینس سټولتنبرګ سره په ټيلیفوني خبرو کې یو ځل بیا د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
بیانیه زیاتوي چې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو پای به په دې هېواد کې د امنیت له ټنګښت سره مرسته وکړي.
پر افغانستان د امریکا له خوا د اقتصادي او سیاسي فشارونو له زیاتېدو سره مل، د سیاسي بحران د هوارولو لپاره په کور د ننه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او محمد یونس قانوني له خوا او دغه راز د ولسي جرګې د یوه پلاوي له خوا هم پیل شوې دي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی او عبدالرب رسول سیاف ته نږدې کس داوود کلکاني له سلام وطندار سره خبرو کې وايي چې سیاف، کرزي او قانوني د یوې حل لارې په موندلو کې پرمختګونه کړي.
کلکاني زیاتوي چې د خبرو اترو جزيیات محرم دي او د غني عبدالله ترمنځ لومړنی تفاهم هم شوی دی.
د عبدالله عبدالله په فېسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خبرې شوې خو د سیاسي بحران هوارۍ لپاره د منلو وړ حل لاره نه ده رامنځته شوې ده.
دغه راز د عبدالله عبدالله د ویاندویانو له ډلې فریدون خوځون په دې اړه بل څه وايي چې خبرې اترې شوې خو پرمختګ نه دی شوی.
نوموړی ټینګار کوي چې عبدالله انعطاف غوره کړی خو له دوه اړخیز انعطاف پرته به تفاهم ته رسېدل نا شوني وي.
له بلې خوا د سیاسي بحران د هواري لپاره د دغو ټولو هڅو په لړ کې، جمهوري ریاست په کابینه کې او له کابینې بهر په نویو ګمارونو لاس پورې کړی دی.
تر ټولو نوې ګمارنه کې عبدالهادي ارغنديوال د مالیې وزارت سرپرست ټاکل شوی. له دې وړاندې شاکر کارګر هم د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر رییس ټاکل شوی و.
له دې ټولو سره، د ولسمشر د وياند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، د دوی له پلوه د خبرو اترو دروازه هر وخت پرانستې ده.
د ارګ په سیاسي ادبیاتو کې له عبدالله د سیاسي معترض په توګه یادونه کېږي خو د عبدالله او نور کورنيو او بهرنيو لورو پرخلاف؛ ارګ د سیاسي لانجو د ملاحظې وړ اندېښنه نه لري.
ولسمشر ماڼۍ له دې وړاندې سپېدارماڼۍ په ناقانونه غوښتنو تورنه کړې وه او ټینګار یې کړی چې هغه حل لاره چې د اساسي قانون خلاف وي، دوی ته د منلو وړ نه ده.





