له نړۍوالې ټولنې غوښتنه؛ د افغان سولې په اړه دې هڅې ګړندۍ شي

د سولې عالې شورا ویاند غفور احمد جاوید سلاموطندار ته وویل، د بلجیم پلازمېنې بروکسل کې د افغانستان د سولې بهیر ارزولو په اړه دوې ورځنی کنفرانس تېره ورځ پای ته ورسېد.

هغه وویل، دا کنفرانس د اروپايي ټولنې د سولې انستیتیوت له‌خوا جوړ شوی‌و چې د افغانستان د سولې روان بهیر په اړه په‌کې بحث او خبرې وشوې.

د ښاغلی جاوید په وینا، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هم دغه کنفرانس کې ګډون کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان سولې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ او همغږه کړي.

د بلجیم پلازمېنې برکسیل کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو قطر ته د یو شمیر بهرنیو هېوادونو د لوړ پوړیو چارواکیو سفرونه زیات شوي او دوحه کې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره لېده ـ کاته کوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ورته مطالب:

له طالب استازیو سره د اروپايي ټولنې د چارواکیو لیدنې ډېرې شوي

«سوله هغه مهال پایله لري چې امریکا په خپلو خبرو کې رښتینې وي»

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام