
د افغانستان مدني ټولنې فدراسیون مسوولانو نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر غني د افغانستان لهپاره د ډیموکراسۍ په نوم بنسټ له جوړولو سره غواړي چې ولسي جرګې ته خپل ۱۵۰ پلویان بریالي کړي.
د افغانستان مدني ټولنې فدراسیون مشر صدیق منصور انصاري وايي چې د ولسمشر د طرحې پر بنسټ د افغانستان لهپاره د ډیموکراسۍ بنست د ولسي جرګې په ټاکنو کې له ځوانو نوماندانو ملاتړ کوي.
دغه راز د دې فدراسیون په پرېکړهلیک کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لهخوا د ولسي جرګې د ټاکنو لهپاره د احتمالي نوماندانو د لېرې کولو اقدام ملاتړ هم شویدی.
د فدراسیون پرېکړهلیک کې راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي د اړیکو او فساد پر بنست ګومارل شويدي.

د پرېکړهلیک په بله برخه کې راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې وسیمې بادغیسۍ پهدې کمېسیون کې خپل ـ خپلوان ګومارلي دي او په ضمن کې یې خپل ورور هم ولسي جرګې ته نوماند کړیدی.
وسیمې بادغیسۍ د سلام وطندار په پرلهپسې ډول ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ورنهکړ؛ خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي که څه هم په ځانګړي توګه د فدراسیون ادعا په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار یې وکړ چې ولسمشر په هېڅ صورت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه نهکوي.
له دې مخکې هم ارګ په ټاکنیزو چارو ګې پر لاسوهنې تورن شویو؛ خو د ارګ ویاندویانو هر ځل دغه تورونه رد کړيدي.





