د امریکا ملي شورا له افغانستانه د ځواکونو ویستلو مخالفه ده

د جمهوري غوښتونکیو د اکثریت برخې مشر میچ مک کانل

د امریکا په مشرانو جرګې کې د جمهوري غوښتونکیو رهبرۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ له لوري له افغانستان او سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو نادرې پرېکړې پر خلاف یو مسوده تصویب کړه.

د امریکا د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو مهمو ګوندونو غړیو په ملي شورا کې د رایو په اکثریت سره تصویب کړه چې په‌دې دواړو هېوادونو کې وسله‌والې ډلې «د متحده ایاالتو امنیت» ته جدي ګواښ دی.

دا اصلاحات تاییدوي چې د اسلامي دولت او القاعده وسله‌والو ډلو سره په مبارزه کې پرمختګ شوی‌دی؛ خو ویل کېږي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ممکن دا سیمه بې‌ثباته شي او له لازمو اقداماتو پرته «چټک وتل» د هغې خلا راپيدا کېدل زیاتوي چې ممکن د روسیې یا ایران له لوري ډکه شي.

دې مسودې د امریکا متحده ایالاتو له دولته د داسې شرایطو غوښتنه کړې چې د وسله‌والو ډلو «تل‌پاتې ماته» پیش‌بیني کړي چې له افغانستان او سوریې نه مخکې د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې پېښه شي.

دا مسوده د جمهوري غوښتونکیو د اکثریت برخې مشر میچ مک کانل له لوري ـ چې د ټرامپ او د هغه د سیاستونو په اړه غوڅ دریځ لري؛ طرحه شوې‌ده.

ښاغلي کانل په افغانستان او سوریې کې وسله‌والې ډلې او القاعده د خپلو ځواکونو او په ټوله کې د امریکا له‌پاره ستر ګواښ بللی دی.

بل جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو وايي چې د امریکایي ځواکونو د ویستلو په اړه د ټرامپ «نظر بد» دی.

ولسمشر ټرامپ د تېر زېږدیز کال د ډېسمبر پر ۱۹مه د امریکا سیاستوال او نړۍوال متحدین حیران کړل چې په سوریه کې د عرب او کردستان اتحاد سره د داعشیانو پر وړاندې جګړه کې ښکېل ټول ۲۰۰۰ امریکایي سرتیري وباسي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس په ګډونو ډېرو چارواکیو ویلي چې ولسمشر ټرامپ له افغانستان د ځېنو د امریکايي ځواکونو د وتلو له‌پاره «د ارزونې بهیر» پيلوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴زره امریکايي ځواکونه مېشت دي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او پوځي تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام