پخوانی جهادي قومندان عبدرب الرسول سیاف وايي، چې په افغانستان کې تروریستي بريدونه په کابل کې د ځينو مرکزونو له خوا رهبري کیږي.
سیاف، چې د برهان الدین رباني د څلورم تلین په مناسبت يې خبرې کولې زياته کړه، همدا اوس په کابل کې داسې وسله والې تروریستي ډلې شته، چې که مناسب موقع وګوري، نو "قیام" کوي.
د برهان الدین رباني د څلورم تلین په نمانځ غونډه کې پخواني جهادي رهبران، د حکومت پخواني چارواکي، د ملي شورا استازي او د هېواد نور لوړ پوړي مقاماتو ګډون کړی و.
سیاف زیاته کړه، چې اوسني حکومتي چارواکي د دغو ډلو د مرکزونو په اړه معلومات لري، خو "که دوی وغواړي، نو زه حاضریم، چې ورته معلومات ورکړم" .
عبدرب الرسول سیاف د افغان امنيتي ځواکونو څخه قدر داني وکړه، خو دا يې هم وویل، " دښمن زموږ تر زنې لاندې دی" او ترڅو، چې دوی " له خپلو زنو لرې نه کړو، نو شکست ورکول به ورته ډېر ستونزمن کار وي."
کربوړي سره د ابوبکر البغدادي تشبیه کول
سیاف د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي له کربوړي سره تشبیه کړ او زیاته يې کړه، چې داسې خلک هيڅوک هم نه پېژني، چې د چا زوی، له کومه ځایه راغلی او څه کاره دی.
هغه وویل، چې د اسلامي شریعت له مخې په اسلامي خلافت کې درې شیان ضروري دي؛ لومړی: د خلافت مدعي شخصیت؛ دویم: د خلیفې د ټاکلو شرایط ، درېيم: د خلافت او تر د شاوخوا چاپېرو خلکوعمل دی.
د هغه په خبره د داعش ډلې پلويان د اسلام او اسلامي خلافت مدافعین نه، بلکې د دسیسې جوړولو په تکل کې دي.
دغه پخواني جهادي قومندان د داعش تور بېرق او تور لباس ته په اشارې سره وویل، چې د داعش توره لونګۍ د خلافت لونګۍ نه، بلکې د توطيې او جنایت لونګۍ ده.
هغه یو وار بیا طالبان د نورو مزدوران یاد کړ او ويې ویل، چې شرعي حکم دی، چې "باید د دوی پر وړاندې ودريږو".
سیاف زیاته کړه، چې له خپل او همنوع څخه دفاع کول واجب او شرعي حکم لري.
نوموړي د پاکستان وروستیو ادعاو په اړه وویل، " افغانان دومره ضعیفه او بې غېرته نه دي" چې پر دښمن له شا نه ګوزار وکړي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ وياند د پېښور ښار په بډه بېري کې پر پاکستان هوايي پوځيانو د بريد پړه پر افغانانو واچوله.
سیاف د برهان الدین رباني په تلین کې زیاته کړه، چې "کوهي کندونکی په خپله په کوهي کې دی" او هر هغه څوک چې د افغانستان له پاره کوهي کني خپله به په همغه کوهي کې وغورځيږي.
سیاف له دې وړاندې د احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت غونډې ته ویلي و، چې طالبان د اسلام په غېږ کې نه دي لوی شوي او هيڅ ډول مشروعیت هم نه لري.
هغه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته د اشارې په ترڅ کې ویلي و، چې که غواړئ خپل هېوادوال مو په سوله او امن فضا کې ژوند وکړي، نو د افغانستان د ارامي له پاره کار وکړئ.





