
ولسمشر محمداشرف غني نن د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي امارات پلازمېنې ابوظبۍ ته لاړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشرغني به پهدې سفر کې د ابوظبۍ له امیر او ولیعهد والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پهدې سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ګډې خبرپاڼې د خپرولو ترڅنګ په فرهنګي، ښوونې او روزنې، کانونو، انرژۍ او کرنې برخې کې دواړه استازي د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.





