
ولسمشر محمد اشرف غني له څه باندې یوې میاشتې ځنډ وروسته د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې پرانېسته وکړه.
د ملي شورا د ۱۷مې دورې پرانېستغونډې کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د سترې محکمې رییس، د کابینې وزیرانو، د ولسي جرګې بریالیو غړیو، د مشرانو جرګې استازیو او ځېنو نورو چارواکیو ګډون کړیوو.
ولسمشر غني داسې مهال د ملي شورا ۱۷مه دوره پرانېسته چې لا هم د کابل حوزې د ټاکنو وروستۍ پایلې نهدي اعلان شوي.
خو ولسمشر د کابل ولایت د وروستیو پایلو نه اعلانېدلو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، د کابل ولایت د پایلو اعلان لهپاره دې ضربالاجل وټاکل شي.
ښاغلي غني د ولسي جرګې له استازیو غوښتنه وکړه چې له درېګونو قوو سره په همغږۍ کار وکړي او باید د تېرو دورو ستونزې او تېروتنې تکرار نهشي.
ده وویل، ژمن دی چې د ملي شورا ټولو پرېکړو ته به درناوی کوي.
ولسمشر غني د ملي شورا پرانېستغونډې ته وویل چې ۴۰ کلنه جګړه به پای ته ورسوي او د ملي شورا غړي باید د سولې خبرو په برخه کې اساسي رول ولوبوي.
د هغه په وینا، د ملي شورا اکثریت نوي غړي د ولسواکۍ د عصر په تعلیم سمبال ځوانان دي او د دوی په موجودیت کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي.
د چارواکیو په وینا، د ملي شورا دې دورې ۲۵ سلنه غړي د جرګې پخوانیو غړیو څخه بریالي شوي کسان دي او پاتې یې ټول نوي استازي دي چې اکثریت یې ځوانان جوړوي.

د اساسي قانون په رڼا کې ولسي جرګه باید د تقنیني اجلاس په پیل کې د جرګې له غړیو داسې یو کس چې تر ټولو یې سن زیات وي، د جرګې موقت رییس په توګه غوره کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې به د ولسي جرګې رییس، مرستیالان او د اداري پلاوي نور غړي د وکیلانو په رایو سره ټاکل کېږي چې د ولسي جرګې رییس د ۵ کلونو او نور اداري پلاوي د یو کال لهپاره وټاکل شي.
د دې ترڅنګ مشرانو جرګه هم باید د موقت رییس تر مشرۍ لاندې راتلونکیو غونډو کې خپل رییس او اداري پلاوي وټاکي.
پر همدې مهال د ولسي جرګې موقت رییس عطامحمد دهقانپور د ملي شورا د ۱۷مې دورې پرانېستغونډې کې ډاډ ورکړ چې وکیلان قانونو ته ځانونه ژمن بولي او ملي ګټو ته په کتو به د درېګونو قوو ترمنځ په همغږۍ سره خپلې قانوني دندې ترسره کړي او د ولس په چوپړ کې به وي.
هغه له ولسمشره غوښتنه وکړه چې باید د دوی د پرېکړو درناوی وشي او د دولت درېګونې قوې باید د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د هېواد اساسو شرایطو کې په ګډه سره کار وکړي او سوله ـ چې د ټول ولس اساسي غوښتنه ده ـ باید دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.
د ولسي جرګې موقت مشر د جګړې په دواړو لورو غږ وکړ چې د روژې مبارکې په درناوي سره اوربند اعلان کړي.
خو د ملي شورا ۱۷مه دوره داسې مهال پرانېستل کېږي چې د کابل ټاکنو وروستۍ پایلې لا نهدي اعلان شوي او د ټاکنو څار بنسټونه او یو شمېر حقوقي کارپوهان وایي، د یو ولایت د وکیلانو نهشتوالي کې د ملي شورا پرانېستل حقوقي ستونزې لري.
د ټیفا یا د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوبزاده وایي، د ملي شورا د ۱۷مې دورې پرانېسته حقوقي اساس نهلري.
ښاغلی ایوبزاده زیاتوي، دا کار د سیاسي معاملو پر بنسټ شوی
نو د دیموکراسۍ او ټاکنو پایلې به ښې نه وي.
هغه اندېښنه څرګنده کړه، که داسې کړنې دوام ومومي؛ شونې ده چې افغانستان کې دیموکراسۍ له خنډونو سره مخ شي.
له شاوخوا څلورو کالو ځنډ وروسته د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره باید د تېر کال د کب په ۱۵مه نېټه پرانېستل شوېوی؛ خو د ولسي جرګې ټاکنو کې د ځېنو ستونزو له کبله د نوماندانو لومړنۍ پایلې په ځنډ سره اعلان شوې چې پهدې توګه د وروستیو پایلو اعلانولو کې هم ځنډ راغی او لا هم د کابل حوزې وروستۍ پایلې نهدي اعلان شوي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې تر پرانېستل کېدلو څو ساعته مخکې د کندوز، بغلان او میدانوردګو ولایتونو او د کوچیانو حوزې پایلې اعلان کړې.
د ملي شورا ۱۷مې تقنیني دورې پرانېستې سره هممهاله یو شمیر ولایتونو کې ولسي جرګې ته هغه نوماندان ـ چې وروستي نوملړ کې یې نومونه نهدي راغلي ـ اعتراض لري او د خپل حق غوښتنه کوي.





