
ولسمشر غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې وسلهوالو طالبانو، نړیوالې ټولنې او پاکستان ته واضع پیشنهادونه وکړل او له طالبانو سره د روغې په موخه د سیاسي اډانې وړاندیز ترڅنګ وویل، اوربند دې وشي او طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي.
غني وویل، د ملي یووالي حکومت په استازيتوب طالبانو ته د داسې سولې وړاندیز کوي، چې د هېواد ملي ګټې او د ټولو هېوادوالو په تېره د ښځو حقونو او ګډون په کې خوندي وي؛ دغهراز د هېواد پر خاوره د ټولو نړیوالو ترهګریزو او جرمي ډلو مخنیوی تضمین کړي.
زیاته یې کړه، حکومت پخلا کېدونکیو طالبانو سره د ريښتنې سولې په لټه کې دی او له کوم مخکیني شرط پرته د سولې هوکړې ته د رسېدو په خاطر لاندې موارد وړاندې کوي:
طالبانو ته د حکومت وړاندیزونه:
۱: د سولې لهپاره دې سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند دې رامنځته شي، طالبان دې د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لاره اواره شي.
۲: د سولې لهپاره دې حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې دې په اساسي قانون کې د پېشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي. د بندیانو د ازادولو او د بندیزونو له لېستونو د ایستلو لهپاره دې قانوني لارې چارې تعقیب شي.
۳: د افغانستان دولت دې په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته دې درناوی وشي، اصلاحاتو ته دې لاره حواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو را ستنېدلو لهپاره دې تدابیر ونیول شي.

د حکومت ژمنې:
۱: د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لهپاره د تدابیرو نیول.
۲: په کابل او یا هم بل کوم هېواد کې ورته د دفترونو پرانیستل.
۳: له نړیوالې ټولنې به وغواړو، چې پر طالبانو بندیزونه لېرې کړي. طالبانو ته د پاسپورټونو صادرولو، په ازاد ډول سفر کولو، رسنیو ته د لاسرسي د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بېرته مېشتېدو په برخو کې مرستې کول.
پاکستان ته د حکومت وړاندیزونه:
۱: حاضر یو تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی څپرکی پرانیزو.
۲:د یو امن افغانستان د امتیازاتو او ګټو په اړه پاکستان ته د قناعت ورکولو په خاطر د دولت په دولت د خبرو اترو پيل او طالبانو سره د سولې وړاندیز څخه د ملاتړ لهپاره ګډې عمومي او همغږې هڅې.
د کابل پروسې ګډونوالو ته غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د سولې او ټیکاوو په اړه نړیوال ملاتړ په لاندې ساحو کې وړاندیزوو:
۱: طالبانو ته د سولې وړاندیز لهپاره نړیوال ډیپلوماتیک همغږي شوی ملاتړ.
۲: یو سیمهییز نوښت چې د کابل پروسې سره د سیمهییزو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې همغږي کړي او له طالبانو سره د سولې له وړاندیزه ملاتړ وکړي.
۳: د ناتعریف شويو جنګونو د توجیې لهپاره د دیني متنونو څخه د تفسیرونو او انګېرنو له استفادې سره د مقابلې لهپاره د اسلامي نړۍ په مشرۍ جدي خبرې اترې.

اشرف غني د کابل پروسې کنفرانس کې د سولې پلان وړاندې کولو پرمهال وویل، نویو سیمهییزو پروژو د افغانستان هماغه موقعیت چې مخکې د یوې ستونزې په توګه لیدل کېده دمګړۍ یې د سروزرو په یو فرصت بدل کړی دی. په دې برخه کې یې د ترکمنستان او منځنۍ اسیا له دولتونو مننه وکړه.
دی وايي، سوله یوه دیني او ملي فریضه ده او له نېکه مرغه، د دې فریضې د قیام او تطبیق لهپاره د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي؛ دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقونو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده. له نېکه مرغه نن د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات غښتلي دي. د سولې لهپاره د اومیدوارۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هېڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي او د حزب اسلامي سره سوله یوه بریالۍ تجربه وه چې لږ تر لږه د سولې په برخه کې یې زموږ اراده او ژمنتیا ثابته کړه.
ولسمشر دغه راز وویل، د سولې پروسې د مذاکراتو تصویب او تطبیق په درېیو مرحلو کې ترسره کېږي چې په ټولو مراحلو کې به د ښځو استازې ګډون کوي او له هغوی سره به سلامشوره کېږي.

د کابل پروسې غوندې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، غوښتنه کوو چې وسلهوالې ډلې له تاوتریخوالي لاس واخلي او له ترهګریزو شبکو سره خپلې اړیکې غوڅې کړي؛ تر څو ې معتبرې سیاسې هوکړې ته ورسېږو.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، د سولې پروسه کې ریښتینې بریا د افغانانو په مشرۍ نغښتې ده او دا چاره باید زموږ د ګاونډیانو او نړیوالو شریکانو لهخوا ملاتړ شي. رباني زیاته کړه، له شک پرته افغانستان څو ملیتي هېواد دی او یوې ملي اجماع ته رسېدو په لار کې په لوړه سیاسي سطحه کې یوموټی ووسو؛ ترڅو پربنسټ یې ټول ملیتونه ځانونه د سیاسي نظام نه بېلېدونکې برخه وګڼي.
ویې ویل هر هغه خوځښت چې د ملیتونو څنډې ته کولو سبب کېږي د سولې هڅې ستونزمنوي او د یو جامعې سیاسي نظام ایجاد خنډ ګرځي.





