
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ننګرهار او کابل کې د ورستيو ترهګريزو بريدونو نه په نيوکې سره ياد بريدونه «وحشيانه» بللي او وايي چې امريکا له افغانستان سره په غم کې شريکه ده او د افغانانو حالت درک کوي.
خليلزاد وايي چې د افغانستان جګړه نظامي حللار نه لري او د جګړو له ښکېلو لوريو غواړي چې تاوتريخوالی پای ته ورسوي.
نوموړي دا خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د افغانستان د وضعيت په اړه په د يوه راپور پر وړاندې کولو کې وکړې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زياتوي، « په کور دننه او نړيواله کچه اجماع موجوده ده او د جګړو پای لپاره هېڅ نظامي لار نشته.»
خلیلزاد ویلي طالبان د تاوتريخوالي کمولو ته ژمن پاتې شوي؛ خو په دې هوکړه کې له طالبانو نه دي غوښتل شوي چې پر افغان امنيتي ځواکونو دې بريد نه کوي.
د نوموړي په وينا، طالبان د هوکړې روح نقضوي.
د کابل او ننګرهار په وروستیو پېښو کې نږدې ۵۰ کسان ووژل شول او نږدې اتیا نور ټپیان شول. وسلهوالو د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ په کابل کې پر یوه سل بستریز روغتون برید وکړ. کورنیو چارو وزارت وویل چې په یاد برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ووژل شول.
له دغه برید څو ساعته وروسته یوه ځانمرګي بریدګر د ننګرهار په «کوزکونړ» ولسوالۍ کې د جنازې مراسمو پر مهال ځان ته چاودنه ورکړه. په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
زلمي خلیلزاد تېره ورځ په يوه ټوېټ کې کابل او ننګرهار کې وروستي خونړي بریدونه د داعش ډلې کار وباله.





