خلیل‌زاد د طالبانو له مرکه‌چي پلاوي او د قطر د لومړي وزير له مرستيال سره ليدلي دي

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند اعلان کړی چې د دوی سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مرکه‌چي پلاوي رييس عبدالحکیم حقاني افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره ليدلي دي.

دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمدنعیم وردک نن سه شنبه په يوه ټوېټ کې ليکلي چې دا ليدنه تېره ورځ شوې ده.

نوموړي زياته کړې چې په دې ليدنه کې د قطر د لومړي وزیر مرستيال محمد بن عبدالرحمان ل‌ثاني او همداراز د قطر د بهرنيو چارو وزير هم حضور درلود.

د وردک په وينا، په دې ليدنه کې د ټولو زندانيانو پر خوشې کېدو او همداراز د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، د دوی ټول بنديان نه دي خوشې شوي خو د ملي امنيت شورا وايي چې د طالبانو ټول بنديان يې خوشې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام