عبدالله: د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل لپاره د دولت له لوري د مرکچي پلاوي اعلان اړين ګام دی

عبدالله عبدالله د افغان حکومت له لوري د اعلان شوي مرکچي پلاوي ملاتړ وکړ او هغه یې د بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره یو مهم ګام وباله.

د عبدالله له فېسبوک پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پر دغه پلاوي د یو شمېر اړخونو له لوري نیوکې شوي چې د درک وړ دي خو مرکچي پلاوی به د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هېواد د ملي ګټو استازیتوب کوي؛ که څه هم د دغه ټیم له خوا د راپور ورکولو او دوی ته د صلاحیتونو ورکولو په تړاو لا نورو بحثونو ته اړتیا  شته.

 اعلامیه دغه راز زیاتوي چې د سیاسي بحران هوارۍ لپاره د منلو وړ حل لاره نه ده رامنځته شوې ده، خو تلپاتې، عادلانه او با عزته سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی او  د سولې مسله به د نورو اختلافي ټکو تر سیوري لاندې رانه شي.

د سولې د مرکچې پلاوي ملاتړ مهال تود شو چې طالبانو دغه پلاوی رد کړ او ویې ویل چې دغه پلاوی د دولت له خوا اعلان شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام