د عطامحمد نور د څرګندونو په اړه اجرایه ریاست غبرګون وښود

اجرایه ریاست د بلخ والي عطامحمد نور د څرګندونو په اړه وویل، چې چارواکي باید دولتي جوړښتونو او نزاکتونو ته درناوی وکړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحمان رحیمي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د حکومت اجرایه رییس د بلخ والي وروستیو څرګندونو په تړاو کوم نظر نه لري، خو علاوه يې کړه، چې دولتي چارواکي دې ځينو بنسټونو د قانون له‌مخې ارزښت قایل شي.

" د بلخ د والي د ورستیو څرګندونو په تړاو دا چې اجرایه رییس کوم نظر نه لره نو زه هم د هغه د ویاند په حیث دومره وایم هیله مند یم چې دولتي مسولین باید ټول دولتي او اداري جوړښتونو ته پام وکړي او هغه نزاکتونه او نازکوالی چې د دولت په چارو کې شته د قانون له مخې ورته درناوی او پاملرنه وکړي ".

د بلخ والي عطا محمد نور تیره دوشنبې د مارشال محمد قسیم فهیم درېیم تلین یادغونډه کې له خلکو ددې له پاره بښنه وغوښته، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله په ملاتړ خلک هڅولي وو چې هغه ته رایه ورکړي.

د بلخ والي ویلي، چې عبدالله د خلکو استازیتوب توان او جرات نه لري نو ځکه یې له هغه  خپله لاره بیله کړې ده.

د رپوټونو له مخې د بلخ والي عطامحمد نور له څه مودې راهیسې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره پر خبرو اترو بوخت وو چې په لومړي سر کې ویل کیدل  نور د جمعیت اسلامي په استازولي له ولسمشر سره خبرې اترې کوي.

داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو، چې نور له ولسمشره دده په خوښه دیو شمیر لوړ پوړو چاراکو، والیانو، سفیرانو او نورو د ټاکلو غوښتنه کړې وه، خو دادی اوس ددې خبرو پایله د بلخ والي او اجرایه رییس بشپړ بیلتون پورې ورسیده. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام