ملابرادر سره د زلمي خلیلزاد ليدنه: ټولې خواوې بايد تاوتریخوالی کم کړي

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر سره ليدنه کې ټينګار کړی له طالبانو سره د امریکا تړون یو بل سره تړلی دی.

خلیلزاد نن د شنبې په ورځ څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي چې قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر سره درې مهمې غونډې کړې دي. نوموړي ويلي، د ترهګرۍ پرضد ژمنې، بین‌الافغاني مذاکرات، د بهرنيو ځواکونو وتل او د تاوتريخوالي کمول چې د اوربند ته لار هواره کړي، خبرې وشوې.

خلیلزاد لیکلي چې ټولې خواوې دې تاوتریخوالی کم کړی، ځکه د روانې جګړې بیه مودو راهیسې بې‌ګناه افغانان ورکوي.

زلمي خلیلزاد همدارنګه ویلي چې طالبانو د هوکړې پلي کولو ته ژمنتیا ښودلې ده.

په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دغې ډلې د قطر دفتر مشر ملا برادر زلمي خلیلزاد سره د سولې خبرو پر چټکتیا بشپړې خبرې کړې دي.

شاهين پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د افغاستان د مسلې حل امریکا سره د سولې هوکړې بشپړ تطبیق کې دی او د سولې پروسه کې تر دې زیات ځنډ راوستل دغه بهیر ته لا ډېر زیان رسولی شي.

سهیل شاهین زیاتوي چې د بندیانو خلاصون د بین‌الافغاني خبرو پیل ته زمینه برابروي.

د یادونې وړ ده چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ ولسمشر غني او د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او د سولې بهیر کې یې د راتلونکيو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام