د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، دوحې ته د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د جګړو پای ته رسولو لپاره تللی.
عبدالله چې نن«جمعه د وږي په ۲۸مه نېټه» په کابل کې د پخواني ولسمشر برهانالدین رباني نهم تلین غونډه کابل کې وينا کوله وويل، افغانستان کې د جګړې دوام خلکو ته د منلو وړ نه دی.
نوموړي بينالافغاني خبرو ته په اشارې وويل، د مذاکره کوونکيو پلاويو ترمنځ د نظر اختلاف يو طبيعي امر دی، خو هيله يې وښوده چې دواړه لوري د منلو پوړ پايلې ته ورسېږي.
عبدالله له طالبانو وغوښتل چې له موجوده فرصت نه ګټه واخلي.
دغې غونډه کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هر افغان باعزته سوله غواړي.
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وويل:« که ۱۰۰ کاله جګړه وکړئ، بيا هم همدې ته راګرځئ چې تر يوه چتر لاندې خبرو ته کېنئ. هر څومره وينه چې تويوئ ستاسو ګناه ډېرېږي.»
په دې غونډه کې صلاح الدین رباني بیا وويل چې د سولې خبرو کې نه بايد د خلکو لاسته راوړنو باندې معامله وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بينالافغاني خبرې پيل شوې. د دې خبرو له پيله تر اوسه پورې دواړو لوريو دوه ځلې عمومي غونډه کړې چې په يو شمېر مواردو هوکړې ته هم سره رسېدلي دي.





