
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفان دوجاریک په یوه خبرپاڼه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې له دغه فرصته ګټه واخلي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یوازې سوله د افغانانو درد ته درمل کېدای شي.
نوموړي ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره هڅې کوي او په وينا یې، ملګري ملتونه د افغانانو او افغان دولت ملاتړ کوي.
اروپايي اتحادیې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او له دواړو لوریو یې غوښتي چې له دغه فرصت نه په ګټې اخیستو، درې ورځنی اوربند پر دوامدار هغه بدل کړي.
اروپايي اتحادیې ژر تر ژره د بینالافغاني خبرو اترو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر دې وړاندې طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و، خو دې ډلې ورته مثبت ځواب ور نه کړل شو.
طالبانو بېګاه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د اختر درې ورځو پر مهال اوربند اعلان کړ.
ولسمشر محمداشرف غني هم تر دغه اعلان وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې دوی هم د درې ورځو لپاره پر طالبانو خپل بریدونه ودروي او له یادې ډلې سره اوربند وکړي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند د امریکا، ناټو، کاناډا او شمېر نورو هېوادونو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.





