
امریکا ۶ تنه د طالبانو او حقاني شبکې سره د ملاتړ په تور د ترهګرو په تورلېست کې شامل کړي او په ټینګار سره یې ویلي چې دا کسان له پاکستان سره قوي اړیکې لري.
پهدې لېست کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لوړپوړي چارواکي هم شته.
پهدې کسانو کې یو شخص د طالبانو د رژيم د مرکزي بانک مشر عبدالصمد ثاني دی. د امریکا متحدوایالتونو تور ویلي، ثاني هغو وسلهوالو ته مالي مرستې او وسلې چمتو کولې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ائتلافي ځواکونو بریدونو کې ښکېل دي.
د امریکا حکومت دا هم ویلي چې پهدې کسانو د جنوبې اسیا لهپاره د ولسمشر ټرمپ د سټراټېژۍ پر بنسټ بندیزونه لګېدلي دي.
د ولسمشر ټرمپ د دې سټراټيژۍ موخه په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسول دي.
امریکايي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې پاکستان باید وسلهوالو ته د پټنځایونو په نه ورکولو له واشنګټن سره همکاري وکړي او د دوی د مالي تمویل لارې ـ چارې دې په شدیده توګه بندې کړي.





