
د چارو یو شمېر شنونکي وايي، پاکستان غواړي د افغانستان د ټاکنیزو لانجو او د سولې له ناڅرګند برخلیکه د ځان په ګټه کار واخلي او چارواکي یې داسې بیانیې خپروي چې ګواکې د افغانستان لانجو کې دې دوی ته مراجعه وشي.
د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان کورنیو مسایلو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي وروستۍ څرګندونې غندلي او په تړاو یې کابل کې د هغه هېواد سفارت ته رسمي اعتراض هم کړی دی.
د نړیوالو چارو کتونکی محب الله شریف وایي، پاکستان هڅه کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له لاسلیک شوې هوکړې خپل هېواد ته امتیازات ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، پاکستان غواړي نړیوالو ته وښيي چې طالبان خپلواک نه دي او تل د دوی تر اغېز لاندې دي.
دې سره د چارو بل کتونکی محمد نعیم لټون وایي، پنځه کاله وړاندې افغان حکومت کې دننه او بهر پاکستان لپاره داسې زمینې برابرې وې چې هر څه وغواړي، ترسره یې کړي.
هغه وویل، وړاندې کلونو کې پاکستان د افغانستان نظام کې دننه ځینې کسان درلودل چی خپلې موخې یې پرې عملي کولې؛ خو دې ورستیو پنځو کلونو کې د پاکستان پلوه کسانو لاس لنډ شوی او ګټې یې خطر کې لوېدلې دي.
محمد نعیم لټون هم وايي، پاکستان غواړي د افغانستان له روان کړکېچن وضعيته د ځان لپاره ګټه پورته کړي او نړیوالو ته وښيي چې امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک ته د طالبانو حاضرولو کې د هغوی رول و.
د هغه په وینا، پاکستاني چارواکي غواړي، امریکا د هغوی ګټې په پام کی ونیسي او پر بنسټ یې افغانستان کې یو کمزوری حکومت رامنځته شي، ترڅو د هغوی ګټې په کې خوندي شي.
د دغو څرګندونو ترڅنګ داسې نیونکې هم کېږي چې نورو هېوادونو کې ځینې افغان ډیپلوماتان تخصص نه لري او د شخصي اړیکو پر بنسټ ټاکل شوي چې د ملي ګټو لابي نهشي کولی او په شخصي ګټو بوخت وي؛ خو برعکس پاکستاني دیپلوماټان تل مسلکي او خپلو ملي ګټو ته ژمن وي.
سره له دې چې د بهرنیو چارو وزارت دغه نیوکې رد کړي؛ خو سیاسي کارپوهان یې د افغان دولت لپاره لویه ننګونه بولي.





