
افغان ولسمشر محمداشرف غني نن په ارګ کې د سولې په اړه د قطر په پلازمېنې دوحه کې له طالبانو سره د دولت له ۲۵۰ کسیز مرکچي پلاوي سره ولیدل.
ولسمشر غني له دغه پلاوي وغوښتل چې طالبان له دولت سره خبرو ته قانع کړي؛ ځکه په وینا یې، له افغان دولت سره تر خبرو کولو پرته بله لار نهلري.
ولسمشر ټینګار کړی چې په دغو فرصتونو کې باید د نظام له دوام او اوسني سیاسي جوړښت له پیاوړتیا په مېړانه دفاع وشي.
محمداشرف غني د سولې له مرکچي پلاوي غوښتي چې د دولت او هېوادوالو استازولي وکړي.
نوموړی وایي، د هېواد اساسي قانون د مرکچیانو لارښود دی.
اړوند مطالب:
طالبان: د قطر غونډه د «واده مراسم» نهدي
د قطر د غونډې لهپاره د افغان دولت د خبرو اترو پلاوي نوملړ اعلان شو

په همدې حال کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قطر په غونډه کې د حکومت ۲۵۰ کسیز مرکچي پلاوي نوملړ په غبرګون کې ویلي چې دوحه له کابله دغه شمېر کسان نه مني.
د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دا ډول غونډو کې د ۲۵۰ کسانو ګډون دود نهدی او د دغه نوملړ له منځه یوازې محدود سیاسي او قومي مشران کولاې شي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
دا داسي مهال ده چې یو شمېر سیاستوال او مدنې فعالان له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرکچي پلاوی حکومتي بولي.
د ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح هم د قطر په غونډه کې له ګډونه ډډه کړې ده.
صالح پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د تخنیکي او شخصي دلایلو له مخې، په یاده غونډه کې ګډون نه کوي.





