حکومت د بروکسل په غونډه کې د ټاکنیز نظام سمون په برخه کې لاسته راوړنه نه لري

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، افغان حکومت په داسې حال کې د بروکسل په غونډه کې ګډون کوي، چې خپلې ژمنې یې عملي کړي نه دي او د ټاکنو په نظام کې هغه اصلاحات چې خلک او نړیواله ټولنه یې غوښتنه کوي، نه دي راوړي.

د ټاکنو د څارونکو بنسټونو مسوولین وايي، د ولسمشر له خوا د ټاکنو په نظام کې د اصلاح په پار د څوو فرمانونو صادرول او د ټاکنیز نظام سمون ځانګړي کمېسیون جوړول "وخت ضایع" کول وو او د ټاکنیز نظام د سمون له پاره هېڅ اساسي کار نه دی شوی.

د مدني ټولنو د بنسټونو (اکسین شبکې) غړی جانداد سپین غر سلام وطندار ته وویل، افغان حکومت په کړو ژمنو عمل نه دی کړی او هغه ګامونه چې دولت پورته کړي د خلکو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره برابر نه دي.

سپین غر زیاتوي، نړیواله ټولنه د بورکسل په غونډه کې اړه ده، چې د حکومت کاري ظرفیت په نظر کې نه نیول او د ژمنو نه عملي کولو سره سره د افغانستان خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

له بلې خوا د ازادو ټاکنو بنسټ یا فیفا غړی حسیب معترف سلام وطندار ته وویل، چې حکومت د بروکسل په غونډه کې د ګډون په پار لاسته راوړنې نه لري؛ هغه سمونونه چې خلک او نړیواله ټولنه یې غوښتونکي دي، په اړه پاتې راغلي دي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې د ټاکنو د کمېټې په کار پیلول د ملي یووالي حکومت له لاسته راوړنو دي او وایي، د بروکسل د ناستې له پاره ډېرې ژمنې عملي شوي او حکومت د بروکسل په غونډه کې د ګډون پوره چمتووالی لري.

په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل، اقتصادي پرمختګ، د اداري فساد مخنیوی، ښه حکومتولي، د ښځو د اقتصاد پیاوړتیا او د ماشومانو حقونه د بروکسل په غونډه کې د ملي یووالي حکومت له ژمنو څخه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام