
د هملورو قومونو د سمون شورا ـ چې سادات، خلیلي، قرلق، بیات، غوري، تیموري، مغول، فرملي او قبچاق قومونه په کې شاملېږي ـ نن په کابل کې یوې خبري غونډې کې د حکومت له لوري د پیل کړي برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر درولو غوښتنه وکړه.
د دغې شورا مسولان خبرداری ورکوي، کهچېرې حکومت د برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر ونه دروي؛ دغه تذکرې به وانهخلي.
د هملورو قومونو د سمون شورا غړی سید محمدعلي جاوید د سادات قوم په استازیتویب او عبدالشکور قرلُق د قرلُق قوم په استازیتوب وايي، افغان حکومت د افغانستان نورو قومونو غوښتنو ته له پام پرته، د برېښڼايي تذکرو وېشلو بهیر پیل کړی او هڅه کوي د افغانستان د نورو قومونو پېژندګلوي له منځه یوسي.

د دوی په وینا، کهچېرې د هملورو قومونو غږ ځای ونه نیسي؛ نړۍوالو بنسټونو او بهرنیو سفارتخانو ته به خپل غږ ورسوي او ان د ملګروملتونو سازمان ته به هم ورشي چې دا به حکومت ته لویې ستونزې رامنځ ته کړي.»
ومو غوښتل دې برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لیدلوری هم ولرو؛ خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بریالي نهشولو.
د برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر، د ځېنو هېوادوالو پراخ غبرګونونه راپورته کړي.
پر دې ټولو سربېره، د نفوسو د احوالو ثبت ادارې مسوولانو رسنیو ته ویلي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهیر له پیل راهیسې، ۱۵۰۰ برېښنايي تذکرې، ۳۰ زره انفرادي فورمې او ۶ زره د کورنۍ فورمې وېشل شويدي.





