
د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په افغانستان کې د سیاسي نظام یوه نوې تجربه وزېږوله او دې چارې ټاکنیزو کمېسیونونو ته هم زیان ورسولو.
د دې ترخې تجربې د بیاځلي نه پېښدا وېره ډېره کړې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوې دوهلارې کې راګیر دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد مني چې دا بنسټ د خلکو په منځ کې په اوسنیو شرایطو کې ښه باور نهلري.
وروسته له هغه چې د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د نوملیکنې شمېر ۹ میلیونو تنو ته رسېږي؛ ځېنو سیاسي ګوندونو غبرګون وښود چې دا شمېر مشکوک دی او په وینا یې، د خلکو د باور د اعادې لهپاره باید کمېسیون د نوملیکنې بهیر بایومتریک کړي.
په لومړیو کې دا غوښتنه د ولسمشرۍ ماڼۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه؛ خو نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو غوښتنې د وخت د کموالي له امله نهشي عملي کېدلی.
د ټاکنو کمیسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمی د خبرپاڼې د لوستلو پرمهال وویل چې دغه کمېسیون د ټاکنو بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه ګټې اخیستو ته لېواله دی، خو دا چې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو ته له ۷۰ څخه کمې ورځې پاتې دي؛ دغه غوښتنه نهشي عملي کېدلی؛ خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستلو لهپاره کمېسیون د تدارکاتو په حال کې دي.
سیاسي ګوندونو له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیونه غوښتي چې د هغوی درېیو مهمو غوښتنو ته، چې د لېږد وړ رای په ټاکنیز سیستم د نه لېږد وړ رایو په ټاکنیز سیستم بدلول، د ټاکنو له پروسې څخه د ګوندونو څار لهپاره د زمینې برابرول او ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخېستل دي، مثبت ځواب ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، د ټاکنیز سیستم بدلولو غوښتنه، د ټاکنو په قانون کې بدلون راوستلو ته اړتیا لري او دغه بنسټ دې برخه کې واک نهلري؛ خو د کمېسیون په چارو کې د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو نظارت ته زمینه برابره ده.
د ټاکنو کمېسیون د خبرپاڼې خلاف ـچې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخېستل په کې ناممکنه بلل شوې، ښاغلی صیاد وايي، پهدې مورد هم خبرې کېدلی شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر له سیاسي ګوندونو غواړي چې خپله فني ډله د ټاکنو کمېسیون او نړۍوالې ټولنې ګډې کاري ډلې ته معرفي کړي چې د ګوندونو د غوښتنې عملي او عیني زمینې وڅېړل شي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، د میزان پر ۲۸ د ټاکنو ترسره کولو په اړه پرېکړه کول نه بدلېدونکې ده؛ خو د تاکنو بهیر د روڼتیا لهپاره کمېسیون غواړي د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې سره یوه ګډه کاري ډله رامنځته کړي چې د نوملیکوونکیو په اړه تېروتنې حل شي.
د ټاکنو کمېسیون همدارنګه وايي چې د رایورکوونکیو نوملیکنې شمېرو کمپیوټري کولو لهپاره یې ۸۰۰ کسان ګومارلي او ټاکل شوې چې ۲۰۰ تنه نور هم استخدام کړی چې دغه بهیر د ټاکنو مودې له را رسېدو وړاندې بشپړ شي.





