د دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي لا هم د کړنلارې په وروستي کولو نه دي بریالي شوي

داسې حال کې چې تېرو درېیو ورځو راهیسې قطر کې د بینالافغاني خبرو په کړنلارې کار پيل شوی، خو لا هم نه دی وروستی شوی.

قطر کې د حکومت د مرکه‌چي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح سلاموطندار ته وویل، د دواړو لوریو د تماس ډلې په کړنلارې کار کوي چې د اجنډا پر ټاکلو او کړنلارې د کار تر بشپړېدو وروسته به د دوی عمومي غونډې پیل شي.

په همدې حال کې د حکومت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري تیره ورځ ویلي، لاهم په کاري داخلي کړنلارې کار دوام لري.

نادري وایي، دغه کړنلاره مهمه ځکه ده چې د نورو مسلو ترڅنګ که دوی ښه کړنلاره ولري نو بیا کولای شي له درېیمګړي پرته خپلې عمومي غونډې ترسره کړي.

نوموړي وویل، د سولې روانو خبرو کې د سرعت پر ځای باید دقت ته ډېر پام وشي.

دې سره د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد هم نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله هېواد کې روانې جګړې نور هم زور اخیستی او لاملونه یې هم بېلابېل دي.

دی وايي، دولت او ټول ولس باعزته سولې ته رسېدل غواړي او له همدې کبله یې د بریدونو پر وړاندې دفاعي حالت غوره کړی دی.

د دفاع وزیر زیاتوي چې د سولې خبرو سره هم‌مهاله د جګړو دوام د منلو نه دی او دوی د دې لپاره چې بین‌الافغاني خبرو ته زیان ونه‌رسېږي، ډېری مسایل نه دي رسنیز کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام