له طالب استازیو سره د اروپايي ټولنې د چارواکیو لیدنې ډېرې شوي

په قطر کې د امریکایانو او طالب استازیو ترمنځ تر شپږم پړاو خبرو وروسته د اروپایي ټولنې چارواکیو او طالب استازیو ترمنځ لیدنې زیاتې شوې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون پر ټویټر لیکلي چې د طالب ډلې سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملاعبدالغني برادر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره په دوحه کې خبرې وکړې. 

د افغانستان ژغورنې شورا رییس او یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا د اروپایي ټولنې او طالب استازیو ترمنځ لیدنې ته په اشارې وایي، ښایي بل پړاو خبرې د الماني چارواکیو په ګډون وشي.

د سیاسي چارو شنونکی او طالبانو ته نږدې کس وحید مژده وایي، د طالب استازیو او لوېدیځ‌والو لیدنې ښیي چې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغلی دی.  

خو د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري بیا په قطر کې د اروپایي ټولنې او طالب استازیو لیدنه په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره یو مثبت ګام بولي.

په قطر کې د اروپایي ټولنې او طالبانو استازي داسې مهال لیدنه کوي چې امریکا او طالب استازیو تراوسه شپږ ځله په دوحه او اماراتو کې خبرې اترې کړي، خو تراوسه وروستۍ پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام