
ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د هېواد یوشمېر شمالي ولایتونو کې د راولاړ شوي بحران په اړه بحث وکړ او د دولت درېیو قواو او د سیاسي ګوندونو په ګډون د یوې لویې غونډې جوړول له بحران څخه د شمالي ولایتونو د راوتلو یوازېنۍ لار بولي.
د ولسي جرګې استازي وايي، حکومت باید د شمالي ولایتونو اوسېدونکیو غوښتنو ته پام وکړي.
د دې جرګې غړي علياکبر قاسمي او عبدالستار درزابي وویل، د شمالي ولایتونو اوسېدونکيو د نابرابریو پر وړاندې اعتراض کړی دی.
دوی وايي، دا دویمه اوونۍ ده چې یوشمېر شمالي ولایتونو کې خلک سړکونو ته راوتي او مشخصې غوښتنې لري.
دغهراز وايي، روان حرکت یوازې د نظاالدین قیصاري پېښې پورې تړاو نه لري، بلکې دغه حرکتونه د نابرابرۍ پر وړاندې دي او د عدالت غوښتنې غږونه دي.
د جرګې غړي ټينګار کوي چې ولسمشر باید په ټولو یو شان قانون پلي کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د هېواد شمال کې روان وضعیت د افغانانو لهپاره د اندېښنې وړ بولي او د یوې لویې غونډې په جوړېدو په ټینګار سره اويي، حکومت باید د قانون لهمخې هېوادوالو سره چلند وکړي. ښاغلی ابراهیمي وايي، شمال کې روان وضعیت د افغانستان په ګته نه دی.
د هېواد یوشمېر شمالي ولایتونو کې پراخ اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې تېره اوونۍ د فاریاب قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان او د جنبش ګوند لوړپوړی غړی نظامالدین قیصاري د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او کابل ته ولېږدول شو.





