ملګري ملتونه: طالبان لاهم له القاعدې سره اړیکې لري

ملګرو ملتونو د امریکا-طالبانو سره د تړون، د طالبانو او القاعده ترمنځ‌ د اړیکو او په افغانستان کې د داعش او نورو بهرنیو جنګیالیو د موجودیت په اړه تازه راپور خپور کړی او په کې ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې د سولې او له امریکا سره د تړون په اړه مختلف نظرونه موجود دي‌ او داسې نه ښکاري چې دا تړون دې کامیاب شي.

 راپور زیاتوي، د طالبانو په منځ کې د "حزب ولایت" په نامه یوه نوې ډله جوړه شوې چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون خلاف ده او دغه راز ځینو نورو طالب جنګیالیو هم د دغه تړون خلاف خپله لاره بېله کړې او له دې پلوه د طالب مشرانو په منځ کې اختلافات پیدا شوي دي.

 د امنیت شورا راپور کې دا هم راغلي چې په قطر کې د طالبانو مشرانو هم له امریکا سره د تړون ټول جزیات خپلو جنګیالیو ته نه دي‌ خپاره کړي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور همدغه راز د طالبانو او القاعده په اړیکو هم خبرې شوي او ویل شوي دي چې دا دواړه ډلې لا هم د یو بل سره اړیکي پالي او د القاعده لوړ پوړي مشران لا هم افغانستان کې دي.

د راپور پر بنسټ د القاعده ډله د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري او د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.

راپور وايي چې طالبانو د امریکا سره د سولې د تړون پر مهال په دوامداره توګه د القاعده ډلې سره سلا مشورې کولې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې تاریخي‌ روابط به ورسره پالي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي‌ چې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي هم په افغانستان کې موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې استخباراتي معلومات ښيي چې حقاني شبکه په کابل کې د داعش ډلې لپاره د بریدونو امکانات برابر کړي او داعش ډله په یوازې ځان د پېچلیو بریدونو توان نه‌لري.

د ملګرو ملتونو دا راپور داسې مهال خپرېږي چې افغان حکومت او طالبان د یو بل بندیان خوشې کوي او هلې ځلې رواني دي چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي او په افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام