.jpg)
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د افغانانو قاتلانو ته د سولې د فرښتو لقب ورکوونکو سره سخت مخالف دي.
ارګ وروسته له هغه دغه غبرګون وښود، چې د سولې عالي شورا سلاکار د وسلهوالو طالبانو په پلوي ځينې څرګندونې وکړې.
د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد تېره ورځ ناوخته په کابل کې یوڅېړنیز مرکز کې وویل، چې طالبان د سولې فرښتې دي او یو شمېرپخواني جهادي قوماندانان چې د دې ډلې پر وړاندې جنګېدلي دي هغوی یې یاغیان بللي دي او په هیواد کې یې د ګډوډیو عاملین بللي دي.
د ده د څرګندونو په اړه حکومت او یو شمېر خلکو جدي غبرګونونه ښودلې دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی دی، چې هیچاته به اجازه ور نهکړي، چې د بیان له ازادۍ ناوړه ګټې اخیستنې سره د خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او میرمنو قاتلان او هغه کسان چې مقدس ځایونه او عامه شتمني له منځه وړي هغوی ته د سولې د فرښتو خطاب وکړي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي دي، چې سترو ملي شخصیتونو ته نه درناوی د منلو وړنه دی.
خبرپاڼه زیاتوي، حکومت به دا مسله وڅېړي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.
په همدې حال کې د مدني ټولنو یوشمېر فعالانو د مجاهد څرګندونې د ملي ګټوخلاف بولي او له حکومته غواړي، چې پهدې اړه جدي غبرګون ښکاره کړي.
د مدني ټولنې فعال اصف همراز وویل، چې د مجاهد څرګندونې د دښمنانو په ګټه دي او د امنیتي ځواکونو پر روحیه هم ناوړه اغیزکوي.
یو بل مدني فعال سمیع درهيي هم د مجاهد څرګندونې غیرمسولانه بولي او زیاتوي، چې د داسې خلکوشتون د سولې په شورا کې د د ملي یووالي حکومت ته شرم دی.
دغه راز د بلخ ولایت یوشمېر اوسېدونکو او مدنې فعالانو هم د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د مجاهد څرګندونې وغندلې او هغه یې په حکومت کې پنځمه ستنه وبلله.
دغو مدني فعالانو هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې د عالي شورا دا سلاکار دې ونیسي او څارنوالۍ ته دې یې وروپېژني.
دا لومړی ځل نهدی، چې ځینې کسان د دولت په منځ کې د نظریاتو په څرګندولوسره په څرګنده د طالبانو ملاتړ کوي، خو هرځلې یا حکومت په داسې څرګندونو خوله پټه یا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره يې بسنه کړې.





