
د افغانستاتن د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ارګ کې د ناټو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ د یوې ګډې اعلامیې د صادرلو په مراسمو کې وويل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له متن نه خبر دي او ټولو اړخونو سره موافق نه دی.
نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وويل، هغه موارد چې دوی ورسره موافق نه دي له ډلې يې يو د « اسلامي امارت» اصطلاح ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، که چېرې طالبان د سولې هوکړه نقض کړي، دا هوکړه به لغوه شي. نوموړي زياته کړه، که د سولې هوکړه لغوه شي نو امنيتي ځواکونه به پر طالبانو بريدونه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک په تړاو په يوه اعلاميه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید د عدالت غږ، د جنګي جنايتونو جبران او نور بشري حقونه له پامه ونه غورځول شي.
ياد سازمان په افغانستان کې د جګړې ټولې خواوې د بشري حقونو په وژلو او سرغړونو تورنې کړې او وايي چې بشري حقونه باید د سولې په زړه کې ځای ولري.

د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون رييسه شهرزاد اکبر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه وايي چې دا هوکړه افغانستان کې سوله نه راولي او جګړې او وينې تويېدنې پای ته نهرسوي.
نوموړې زياته کړې، سوله په افغانستان کې د دولت او سياستوالو يووالي ته اړتيا لري.

قطر کې سرچينې وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه به د امريکا له لوري زلمی خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا برادر لاسليک کړي.
د ټرمپ د بيانيې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به د يادې هوکړې د لاسليک شاهد وي.

طالب ډلې خپلو وسلهوالو ته لارښوونه کړې چې نن له هر ډول برید نه ډډه وکړي
رویټرز خبري اژانس د طالبانو د ویاند ذبېحالله مجاهد له قوله لیکلي چې دا کار یې د «ملت خوښۍ» لپاره کړی دی.
ټاکل شوې «افغانستان ته د سولې راوستو هوکړهلیک» نن له غرمې وروسته په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحې ته ورسېده
پمپیو به نن له طالبانو سره د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک کړي.

عبدالله له سټولټنبرګ سره په لیدنه کې: نن د افغانستان لپاره یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکې ورځ ده.
اجراییه ریاست د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د عبدالله عبدالله د لیدنې خبر ورکوي.
دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سټولټنبرګ په یاده لیدنه کې ویلي چې ناټو د تلپاتې سولې او ثبات تر راتلو پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي، عبدالله په افغانستان کې د ناټو له حضور نه د مننې تر څنګ ویلي، «نن د افغانستان لپاره یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکې ورځ ده.»
د ناټو عمومي منشي ویلي چې پر دې تاریخي ورځ په کابل کې دی. خوښ دی او هیله لري چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړهلیک په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته لار هواره کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به د خپلو ژمنو له مخې دوام ورکوي. د ناټو عمومي منشي زیاته کړې چې په افغانستان کې حضور او مرستې یې په دغه هېواد کې د روان وضعیت له ښه کېدو سره تړلی او تر هغه مهاله به د افغان حکومت تر څنګ وي.

څو شېبې وړاندې زلمی خلیلزاد شېراتون هوټل ته ورسېد.

ټرمپ: افغانان بايد د سولې له فرصته ګټه واخلي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، افغانان بايد د سولې له فرصته ګټه واخلي. د جمعې په ورځ د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، که چېرې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي واشنګټن به د جګړې پای ته رسولو او د امریکايي ځواکونو ايستو لپاره غښتلې لاره ولري.
ټاکل شوې نن په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي. د سپينې ماڼۍ اعلامیه کې طالبانو سره د سولې هوکړه افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره مهم ګام بلل شوی دی.
دوی غواړي چې د نن ورځې د سولې هوکړه افغانستان کې د دایمي اوربند لامل شي.
له يو نيم کال خبرو اترو وروست ټاکل شوې نن امريکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسليک کړي.





