.jpg)
«د افغانستان د ټاکنیزې ولسواکۍ کیسه، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګډوډۍ» په نوم د یوې تازه څېړنې پایله داسې مهال خپره شوه چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو لهپاره چمتووالی روان دی.
دغه څېړنه یوه امریکايي څېړونکي توماس اچ، جانسون چې د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټوټ څېړونکی هم دی کړې او نن د دغه مرکز له لوري یې په کابل کې مخکتنه شوه.
پهدې کتاب کې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو اړوند د ټول معلومات او ارقام بېل بېل څېړل شوي چې لهمخې یې افغانانو د ۲۰۱۴ او دغه راز د ۲۰۰۹ او ۲۰۰۴ کلونو ټاکنو پر مهال د قوم او ژبې پر بنسټ د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایې ورکړې دي.
د دې څېړنې په یوه برخه کې د فارین پالېسي د هغه راپور په استناد چې په ۲۰۱۴ کې یې خپور کړیو، څېړونکي د «زما ټینګار» په قید سره خپل نقل داسې را اخېستی دی:
«د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې چې د جون په ۱۴مه ترسره شو، پوره لاسوهنه شوې وه او د بیاشمېرنې پایله یې هم «د منلو وړ» نه وه. دا د دولت له ۲ میلیونو ډېرو جعلي رایو د درغلۍ پایله وه چې د خلکو اراده یې له پښو لاندې کړېده. دا د اروپايي اتحادیې د هغه راپور چې خپور شوی نهدی د مطبوعاتي اعلامیې لنډیز دی چې د افغانستان د ټاکنو د بشپړې او بېپرې څېړنې جزیات روښانه کوي.»
په کابل کې هغه سرچینې چې دا راپور یې لیدلی وایي، تېره ورځ یاد راپور بشپړ شوی؛ خو سیاسي فشار په یاد راپور کې د جدي اصلاحاتو راوستلو او خپرېدو لامل شویذدی… دغه تحلیل ته د نږدې سرچینو په وینا چې [یو امریکايي بنسټ دی]، دې پایلې ته رسېږو چې محمداشرف غني د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې بریالی نهشو؛ د ریاضي له نظره او د ټاکنو د لومړي پړاو ټاکنو پایلو ته په کتو چې ۴۶ د ۳۲ سلنه په وړاندې وه، د غني بریا ناشونې وه.
.jpg)
د سرچینې په وینا، په امریکا متحده ایالاتو کې د ارقامو د تحلیل کارپوهان چې د رایو اخېستلو او ټاکنو د تحلیل له هر ډول کارېدونکیو کمپیوټري ماډلونو نه یې کار واخېست، دې پایلې ته ورسېدل چې له علمي اړخه د غني بریا ناشونې وه. یا په بله وینا، د ریاضي له اړخه هېڅ شک نهشته چې عبدالله عبدالله په ټاکنو کې بریالی و.
پهدې څېړنه کې د اروپايي ټولنې د راپور پر اساس دولسمشرۍ دویمې دورې ټاکنې ـ چې په هغه کې محمداشرف غني ولسمشر شو ـ راوړي چې دوه میلیونه رایې د بېنظمۍ شاهدې وې.
په څېړنه کې چې د ولسمشرۍ په دویم دور ټاکنو کې د غني او عبدالله صندوقونو ته اچول شوې رایې د یو مورد په توګه څېړل شوي او په لومړي دور کې چې د ډاکټر عبدالله رایې په کابل کې ډېرې وې؛ د کنایې په ډول راغلي چې خبره د رایو په اړه نهده چې خپل وروستي هدف ته د رسېدلو لهپاره «باید سلګونه میله لاره یې باید په قچر باندې وهلې وی».
په راپور کې د غني او عبدالله د ټاکنیزې ډلې له لوري په بېلابېلو محلونو کې د درغلۍ ارقام خپاره شويدي.
پهدې خپور شوي تحقیق کې ټینګار شوی چې د رایو ډک شوي صندوقونه ـ چې هغه «د چاق شویو پسونو» په نامه یاد شوي ـ جدي وګڼل شي.





