.jpg)
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، چې بېعدالتي، تبعیض او د بل حق خوړل د ملي یووالي له منځه تللو لامل شوي دي.
اجرایوي رییس وايي، د افغانستان موجوده حالاتو ته په کتو باید ملي پرېکړې وشي او زیاتوي، د افغانانو ملي یووالي دوښمن ته کلک ځواب دی.
عبدالله نن ورځ ( چهار شنبه) په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم یادغونډې په درېم تلین کې خبرې کولې وویل، د افغانستان دوښمن د ملي یووالي نه شتوالي له تشې استفاده کوي.
اجرایوي رییس خبرداری ورکړ، که مهم حکومتي چارواکي په ګړو ژمنو کې پاتې راشي د هېواد دوښمنانو ته نور فرصت ورکړي.
د ملي دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردګ وویل، په افغانستان کې د روان اقتصادي، سیاسي او امنیتي حالت څخه د خلاصون له پاره باید غوره فکر وشي؛ کنه د هېواد پایښت به له ګواښ سره مخ شي.
.jpg)
په دې مراسمو کې د پخواني حکوت یو شمېر چارواکو ګډون کړی وو او د مارشال له کارکړونو یې ستاینه وکړه.
مارشال محمد قسیم فهیم د جهاد او مقاومت یو له مهمو څېرو و.
فهیم د طالبانو سره د جګړې د جبهې عمومي قوماندان، د ملي امنیت وزیر، د ملي دفاع وزیر او د کرزي په وخت کې د هغه لومړی مرستیال هم و.
مارشال محمد قسیم فهیم په ۱۳۹۲ کال د کب په ۱۸ نېټه د زړه سکتې له امله د ۵۷ کلونو په عمر ومړ.





