«طالبان دې له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي»

یو شمېر دیني عالمانو او سیاستوالو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال په هېواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو او د سولې پر راتلو د ټینګار ترڅنګ وویل، افغانستان په حساس وضعیت کې دی او له شته فرصته باید ګته واخیستل شي.

د دوی په وینا، د افغانستان اساسي قانون تر ټولو ښه قانون دی، باید پلی او اوسنی نظام پر خپل ځای پاتې شي.

د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته حاضر شي، څو په افغانستان کې بیا تېرې تجربې تکرار نه شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا پخواني رییس اکرم خپلواک وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ «افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه‌لیک» تر لاسلیک وروسته د حکومت او طالبانو ترمنځ تبلیغاتي جګړه پیل شوې ده.

په همدې حال کې د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو د نړیوال نهضت غړیو هم نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ښځې باید د سولې خبرو اترو کې ونډه ولري.

د یاد بنسټ رییسې جمیلې افغاني وویل، سوله د افغانانو لومړیتوب دی او دوی د سولې له هر ډول خبرو اترو چې د سولې د راتلو لامل شي، ملاتړ کوي.

د دغه بنسټ د یو شمېر غړیو په خبره، په تېرو کلونو کې افغانو ښځو ته پام نه دی شوی او دوی د ټولو افغان ښځو په استازولۍ د سولې د راتلو لپاره خپل غږ پورته کړی دی.

دیني عالمان، سیاستوال او ښځې په داسې حال کې د سولې په تړاو غبرګون ښيي چې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام