د ټاکنو کمېسیون ځو ځلې اساسي قانون، د ټاکنو قانون او ټاکنیز مهالوېش نقض کړی

د ټاکنو کمېسیون د کړنو په اړه د ټاکنیز سمون او عدالت غوښتنې ډلې یا فیفا د خپلو موندنو پر بنسټ ادعا کوي چې ټاکنیزو کمېسیونونو اساسي قانون، د ټاکنو قانون او ټاکنیز مهالوېش په بېلابېلو مواردو کې نقض کړی‌دی.

دا ډله وايي، موندنې یې ښيي چې د ټاکنو‌خپلواک‌کمېسیون د نوم‌لیکنې مرکزونو جوړولو، د ټاکنو او شکایتونو کمېسیونونو په ګومارنو، علني غونډو او د رسنیو کمېټې جوړولو په برخه کې د ټاکنو قانون نقض کړی‌دی.

د فیفا په باور، د ټاکنو له ښکېلو لوریو سره د اړیکو په ټینګولو کې سستي، د نوماندانو نوم‌لیکنې پرمهال د ستونزو جوړول، په ګومارنو کې ښکاره لاسوهنه، له  غیرقانوني لارې د دارالانشا رییس ګومارنه، د قانون نقض نورې بېلګې دي.

د فیفا د پروګرامونو مسوول محمدنعیم اصغري وايي، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو سلامتیا ته پام نه‌دی کړی او د دوی د موندنو له،مخې، ۱۸ مورده یې د ټاکنو قانون، یو مورد اساسي قانون او ۶ مورده ټاکنیز مهال‌وېش نقض کړی‌دی.

د فیفا غړی سیدنعیم شکېب بیا د ټاکنو له کمېسیون څخه غواړي چې پر اعلان شوي ټاکنیز مهال‌وېش بیا کتنه وکړي. نوموړی پر کمېسیون د خلکو باور راژوندي کولو له‌پاره د کمېسیون مسوولانو ترمنځ د قانون‌‌منلو روحیې پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

فیفا د ټاکنو کمېسیون کارکوونکیو د ګومارنې پر پروسې هم نیوکه کوي او وايي، د یو شمېر ولایتي کمېسیونونو رییس د ټاکنو قانون خلاف د هماغه ولایت اوسېدونکي دي.

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د ټاکنو کمېسیون نظر هم واخلو؛ خو د هغوی د نظر په اخېستلو بریالي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام