
په مشرانو جرګه کې د پکتیکا استازي جمعهدین ګیانوال نن یکشنبې د (اپریل پر ۳۰مه) د دې جرګې عمومي غونډه کې وویل، چې د روسیې او ایران استخباراتي پلاوو پکتیکا ته نږدې سیمه کې د طالبانو او «ای اس ای» له غړیو سره لیدلي دي.
د ګیانوال پر وینا، د روان کال د وري پر ۲۷ – ۲۸ د روسي استخباراتو مامور جنرال اکرم احمدوف او د ایران استخباراتو استازي پکتیکا ته څېرمه د ډېورنډ له کرښې هاخوا د طالبانو او د پاکستان پوځي استخباراتو یا «ای اس ای» استازیو سره لیدلي دي.
ګیانوال د معلوماتو له مخې، د روسيې او ایراني استخباراتي پلاوي طالبانو ته يې ویلي، چې د افغان خاورې دننه په غزني، ګومل او ازره کې پوځي مرکزونه جوړ کړي.
غونډې ته د مشرانو رییس فضل هادي مسلمیار وویل، دا مسله به د ملي امنیت ریاست سره شریکه کړي، چې په اړه یې جدي اقدام وکړي.
څه موده مخکې یو شمېر ایراني او پاکستاني استخباراتو هم په هلمند ولایت کې له یو بل سره لیدل کړي وو.





