اتمر: راتلونکې اوونۍ د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو بهير بشپړېږي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر وايي، تر راتلونکې اوونۍ پورې به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو بهير بشپړ او ډېر ژر به بين‌الافغاني مذاکرات پيل شي.

اتمر دا څرګندونې تېره ورځ د افغانستان د سولې او جګړې مطالعاتو انستیتیوت کې د وینا پرمهال وکړې.

د نوموړي په وینا له دې کسانو سره به په ټوليزه توګه د ازادو شویو طالب بندیانو شمېر ۵۶۰۰ کسانو ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اجازه دې ور نه کړي چې خوشې شوي بندیان يو ځل بيا د جګړې ډګر ته لاړ شي.

نوموړي زياته کړه چې د بين‌الافغاني مذاکراتو د پيل مخکې چې کوم خنډونه وو، ټول له منځه تللي او خبرو کولو ته فرصت برابر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سولې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم وويل چې په نسبي باور ويلای شي راتلونکې اوونۍ بين‌الافغاني مذاکرات پيل شي.

ټاکل شوې د بين‌الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو  د قطر په دوحه کې پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام