
په دې وروستیو کې داسې لیدل شوي چې د سولې پروسې په روانو حساسو شیبو کې کله د حکومتي چارواکو او کله هم د طالبانو لهخوا تند ادبیات کارول کېږي.
تازه ولسمشر محمداشرف غني د بریټانیا له ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، که پاتې طالب بندیان خوشې کړي، په بریټانیا کې به د نشهيي توکو کارول ډېر شي او مسوولیت به یې هم د امریکا او ناټو د غړیو هېوادونو پر غاړه وي.
خو د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد بیا له یوې رسنۍ سره مرکه کې د بینالاافغاني خبرو په پیل کېدو سره د اوربند په اړه د تېر په پرتله نرم دریځ غوره کړی دی.
د چارو یوشمېر شنونکي وایي، په روانو حساسو شرایطو کې چې ټول ولس د بینالاافغاني خبرو پیلېدو ته په تمه دی، د یو بل پر وړاندې د نظر بدلون او تندې څرګندونې نه یوازې د سولې خبرې ټکنۍ کوي، بلکې دې پروسې ته زیان هم رسوي.
د چارو شنونکی محبالله شریف وایي، د دواړو خواوو له تندو او نرمو څرګندونو نه داسې ښکاري چې د سولې پروسه لا هم افغاني شوې نه ده.
د چارو یو بل شنونکی اکبرجان پولاد وایي، د حکومت او طالبانو تندې او نرمې خبرې کورني او بهرني اړخونه لري.
هغه وویل، په بهرني اړخ کې بهر هېوادونه په روانه جګړه او سوله کې خپلو ګټو ته رسېدل غواړي او په کورني اړخ کې هم هر لوری هڅه کوي چې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.
د پولاد په وینا، دواړه لوري خپلواک نه دي او په خبره یې، اړ دي چی د خپلو بهرنیو ملاتړ خپل او د هغوی ګټې او لارښوونې منعکسې کړي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم رسنیو ته ویلي چې د سولې بینالافغاني خبرو پیل او د ۶ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره د مخالفت هواري په برخه کې هڅې کوي.
د څلور سوو طالب بندیانو په ډله کې د څو مشخصو بندیانو په خوشې کېدو سره د یوشمېر هېوادونو پر مخالفت سربېره د طالبانو لهخوا د حکومت د یوشمېر بندیانو نه خوشې کېدل هم د بینالافغاني خبرو د پیلېدو پر وړاندې خنډ بلل کېږي.





