د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه لیک تر اوسه نه دی پلي شوی

شنونکي وایي، چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو غوښتنې او په ټولنه کې له ځېنو کړیو ډارېدل د سیاسي هوکړه لیک د مادو د نه پلي کېدو لامل شوي دي.

د سیاسي چارو د شنونکو پر باور، د حکومت مشران د ځېنو کړیو د امر لاندې دي، همدا لامل دی چې په قوانینو کې د سمون راوستلو او یا په نظام کې د بدلون له پاره له دې کړیو سره یوځای کار کوي.

د پوهنتون استاد او د ټاکنو د اصلاح د ځانګړي کمېسون غړي علي امیري سلام وطندار ته وویل، چې په ټولنه کې د ځېنو کړیو او کسانو له خوا د ملي یووالي پر حکومت فشار د دې لامل شوی، چې د حکومت مشرانو ونه شو کولې، چې په ازادنه ډول لویه جرګه جوړه کړي او په اساسي قانون کې تعدیلاتو د راوستلو ترڅنګ؛ د لومړي وزیر څوکۍ ته په قانون کې ځای ورکړي.

د ده په خبره، حکوت په خپل ځان باور نه لري، ځکه خو د کمزوري هوډ په لرلو سره له ټولنیزو کړیو وېرېږي او یو ولسي خوځښت نه شي رامنځته کولی.

خو سیاسي شنونکی نعیم نظري وایي بیا وايي، چې د حکومت مشران په سیاسي هوکړه لیک هېڅ باور نه لري او د هغوی ټولې غوښتنې د دې لامل شوې دي، چې نه ولسمشر غني او نه هم ډاکتر عبدالله دې ته لېواله دی چې یو بل ومني.

نظري زیاتوي، چې نړۍ والې ټولنې باید د ملي حکومت جوړولو په لومړیو کې د سیاسي هوکړه لیک په پلي کولو کې جدي څارنه کړی وی، چې د حکومت مشرانو دغه هوکړه لیک ته په کمه سترګه نه وی کتلی.

په ورته وخت کې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک د څارنې  کمېسون رییس محمد ناطقي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په دې دوو کلونو کې د دغه هوکړه لیک د پلي کولو په اړه جدي کار نه دی کړی او دغه ژمنې یوازې پر کاغذ پاتې شوې دي .

د ناطقي په خبره، د ملي یووالي حکومت باید په دغو دوو کلونو کې د سیاسي هوکړه لیک په پلي کولو کې جدي ګامونه اخیستل شوی وی، چې خلک له حکومته نه وی لېري شوی.

سره له دې، د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم سلام وطندار ته وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د سیاسي هوکړه لیک ټولې مادې د ملي یووالي حکومت د مشرانو له خوا پلي شي.

د ده په خبره، د ملي یووالي حکومت هڅه کړې، ځېنې ژمنې عملي کړي خو په ځېنو یې کار روان دی، چې په نږدې راتلونکې کې به پلې شي.

میثم ټینګار وکړ، چې د سیاسي هوکړه لیک په پلي کولو کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ هېڅ اختلاف نه شته.

سیاسي کارپوهان په دې اند دي، که سیاسي هوکړه لیک پلي نه شي؛ حکومت به د مشروعیت له بحران سره مخ شي او خلک به د هېواد په سیاسي راتلونکی خپل باور له لاسه ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام