
د ولسمشر لومړی مرستیال د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د داعش ډلې د پټ فعالیت خبر ورکوي. نوموړي که څه هم د چا نوم نهدی اخیستی، وايي چې د یادې ډلې ملاتړي هم پېژندل شوي دي.
عبدالرشید دوستم چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په جوزجان کې اوسېږي، تېر ماښام چې نظامي جامې یې اغوستې وې، د سلګونو امنیتي ځواکونو، د ملي پولیسو قوماندانانو، سیمهییزو پولیسو او د ولسي پاڅونوالو په ګډون په یوه غونډه کې وویل چې دا موضوع یې له ولسمشر سره شریکه کړې او ورته ویلي یې دي چې «کېدای شي له طالبانو سره تر سولې وروسته، داعش صحنې ته راشي.»
په همدې حال کې د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان د نوموړي دا څرګندونې تاییدوي او وايي، داعش ډله له خپلو بهرنیو سلاکارانو سره د دغه ولایت په درزاب ولسوالي کې پټه فعالیتونه کوي، خو په وینا یې چې تراوسه یې په رسمي ډول اعلان نهدی کړی.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه د دغه ولایت په هره برخه کې د ترهګرو ځپلو ته تیار دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال خبرداری ورکوي چې ډېر ژر به د امنیتي ځواکونو د وینې غچ واخلي او د طالبانو او داعش ترهګرو ډلو ته به غاښماتوونکی ځواب ورکړي.
.jpg)
نوموړي تر دې وړاندې د ۲۰۹ شاهین قولاردو قوماندان په شمال کې د امنیو د ډېرېدو له کبله کمزوری بللی و او ویلي یې و چې په جوزجان، فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کې ناامنۍ هره ورځ په ډېرېدو دي.
دوستم ټینګار کړی و چې په شمالي ولایتونو کې د ناامنۍ او نورو ستونزو په اړه به له ولسمشر سره خبرې وکړي، خو په وینا یې، که مثبت ځواب یې ترلاسه نهکړ، پهدې برخه کې به «له خلکو سره ګډه پرېکړه وکړي.»





