درباره سلام وطندار  |  ارزش‌های اساسی ما  |  پخش زنده  | رسانه‌های اجتماعی

ENG  |   پشتو  |  ازبیکی

سند؛ ولسمشر غني د ښار جوړونې وزارت سرپرست لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ

ولسمشر محمد اشرف غني په خپل تازه فرمان کې لويې څارنوالۍ ته امر کړی چې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت سرپرست جواد پیکار د یو شمېر کسانو د ولسمشر د فرمان پر خلاف پر دندو او له هېواده بهر د جایدادونو او اپارتمانونو د اخیستو په تور تر څېړنې لاندې ونیسي.