
له ۱۷۰ ډېر هغه مسافر چې له کابله د دایکندي په لوري روان وو، درې شپې ورځې کېږي چې د بامیان – دایکندي او غور ـ دایکندي ترمنځ لارو کې د واورو او توپانونو له کبله بند پاتې دي.
د دغو مسافرو له ډلې د احمدي په نوم یو مسافر سلام وطندار ته ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلو مسافرو بار ۸ فلانکوچ ډوله موټرونه له تېرو درېیو ورځو راهیسې د بامیانو د پنجاب سیمې په (غوګردو) کوتل کې بند پاتې دي.
احمدي وايي، سره له دې چې یو مسافر د زیاتې یخنۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی، خو تر اوسه هېڅوک د دوی مرستې او ژغورنې ته نه دي ورغلي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیانو د پولیسو قوماندانۍ چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په حاجي ګګ، شاتو، غوګردو او دراز قول کوتلونو کې ۲۷ موټره او لسګونه مسافر ژغورلي دي؛ خو په واورو کې پاتې مسافر وايي، د هغوی د ژغورنې لپاره هېڅ راز مرسته نه ده شوې او که چېرې مسوول چارواکي ژر ګام پورته نه کړي، ښايي ښځې او ماشومان د یخنۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړي.
د بامیانو د امنيې قومندانۍ ویاند رضا یوسفي هم د خبر پخلی کوي او وايي چې پولیس په واورو کې د بندو مسافرو ژغورنې ته ورغلي دي.

يوسفي زیاتوي، د پنجاب ولسوالۍ د ولسوال موټر هم د دې ولسوالۍ په دراز قول سیمه کې تر واورې لاندې شوی و خو د پولیسو له خوا ژغورل شوی او ولسوال ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
له بلې خوا، د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مدني فعالان وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه مسافر د بامیانو او دایکندي ترمنځ تلخک سیمه کې تر واورو لاندې شوې.
دوی زیاتوي، څو ځله یې د غور له محلي چارواکيو سره خبرې کړي، خو تر اوسه د دغو مسافرو د ژغورنې لپاره هېڅ کار نه دی شوی.
د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د مدني ټولنې غړی حکمت لعلي وايي، په واورو کې د بندو مسافرو شمېر اویا تنه دي چې که ژر تر ژره ونه ژغورل شي، ښايي ژوند له لاسه ورکړي.
د بامیانو ولایت د امنیې قوماندانۍ، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او ټولګټو ریاستونه له موټر چلوونکيو او مسافرو غوښتنه کوي چې د ژمي په لړ کې دې د دوی له لارښوونو سره سم سفر وکړي او هم د ژمي په وسایلو ځانونه سمبال کړي.





