
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړيو نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې په ۲۱ ولایتونو کې د ۵ زره او ۳۱۶ محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.
دوی زیاته کړه، د ټولو ثبت شویو شکایتونو له ډلې نږدې لس زره شکایتونه د اسنادو د نشتوالي له کبله د کمیسیون له خوا رد شوي.
د ټاکنیزو شکایتونو غړیو همداراز وویل، په کابل، بدخشان، غور او پکتیا کې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوې دي او د دوی د څېړنو له مخې، ۱۱۱ شکایتونه د شکایتونو د ولایتي کمیسیونونو د دفترونو په تایید، استثنايي بلل شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د معلوماتو له مخې، په کابل کې ۱۶۹۹محلونه، په کاپیسا کې ۱۱۷ محلونه، په پروان کې ۹۲ محلونه، په میدان وردکو کې ۲۵ محلونه، په لوګر کې ۱۸ محلونه، په ننګرهار کې ۱۵۸۲ محلونه، په خوست کې ۵۳ محلونه، په کونړ کې ۲۴۳ محلونه، په تخار کې ۷۳ محلونه، په کندز کې ۴۶ محلونه، په غور کې ۵۱ محلونه، په زابل کې ۶۱ محلونه، په کندهار کې ۱۲۱ محلونه، په هلمند کې ۲۶۵ محلونه، په هرات کې ۶۰ محلونه او په نیمروز کې د ۱۷۷ محلونو رايې بیا شمېرل کېږي.

د ياد کمیسیون غړي وايي، هر هغه څوک چې ابلاغیه ترلاسه کوي، کولای شي تر درېیو ورځو په مرکزي دفتر کې د استیناف غوښتنه وکړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به له قانون سره سم ۱۵ ورځو لپاره څېړنو ته وخت ورکړي.
د دوی په وينا، تر اوسه پورې په ۱۷ولایتونو کې ۷۶۹ استینافي شکایتونه ثبت شوي دي.
په ورته حال کې، په دایکندي کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولایتي دفتر وايي، د ټاکنو کمیسیون اووه غړي یې په اوو محلونو کې د پاکو رایو د باطلولو له کبله د دې ولایت څارنوالۍ ته معرفي کړي؛ خو د ټاکنو کمیسیون د شکایتونو کمیسیون د ولایتي دفتر دغه ګام له قانون او ټاکنیزو کړنلارو سرغړونه بولي.





