د کابل د رای‌پاڼو څېړنې بشپړې شوي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ویاند قاسم الیاسي وايي، د کابل د رای‌پاڼو د څېړلو چارې پای ته رسېدلي او د یادو پاڼو د تطبیق چارې هم نن پیلېږي.

نوموړی وايي، که څه هم د کابل د ټاکنو د بیا شمېرنې پر مهال پراخې درغلې شوې وې، خو دوی بیا هم توانېدلي چې د یادو ټاکنو ۸۰ سلنه اصلي فورمونه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، ولسي جرګې ته د کابل د ټاکنو پایلې به د شکایتونو کمېسیون د موندنو پر بنسټ چې دوی ته یې لېږلي، اعلان شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څو ورځې وړاندې د کابل رایو په بیا شمېرنه کې د پراخو درغلیو خبر ورکړ او همدا لامل و چې د رایو د بیاشمېرنې بهیر یې له سره پیل او د معلوماتو له مخې، وروستی شوی دی چې ژر به د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي. 

اړوند مطالب:

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام