
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن یو ځل بیا د هغو لسو ولایتونو ـ چې مشخص نه وو ـ د لومړنیو پایلو اعلانول بیا وځنډول.
د ټاکنو کمېسیون وايي چې د یو شمېر ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر او د تورو او سپینو رایو معلومولو په برخه کې پوره ځیرتیا هغه څه دي چې نن دا پایلې اعلان نهکړي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حقپرست پرون ویلي وو چې نن جمعه په لومړۍ ګټګورۍ کې د ۱۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
ښاغلي حقپرستو ویلي وو، د لسو ولایتونو لومړۍ پاېلې به د لیندۍ په دویمه اعلان شي او کوښښ کوي چې په تدریجي ډول د لسو ـ لسو یا پنځو ـ پنځو ولایتونو پایلې اعلان کړي.
د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د تلې پر ۲۸ او ۲۹ مه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول؛ خو په کندهار کې دا ټاکنې یوه اوونۍ وروسته – د لړم په پنځمه نېټه وشوې.





