عبدالله: د حکومت تر پایه به پر خپل ځای یم

ارګ او سپېدار د ملي یووالي حکومت د خپلې تېرې څلورنیم کلنې دورې پر مهال تل د صلاحیتونو او د واک د وېش پر سر ناندرۍ وهلي چې د کارپوهانو په باور، دا د ځینو فرصتونو د له لاسه ورکولو لامل هم شوي دي.

اوس چې ولسمشر او اجرایوي رییس دواړو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماندان کړي، د حکومتي مقامونو د استعفاوو بحث هم رابرسېره شوی دی.

اساسي قانون او د ټاکنو قانون دواړه صراحت لري، که حکومتي چارواکي غواړي د ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه وکړي، باید له دندو لرې شي، خو د اجرایوي رییس سرنوشت به چې په اساسي قانون کې ځای نه‌لري، څنګه کېږي؟

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله چې نن یې د نوم‌لیکنې پر مهال خبرې کولې وویل، د ملي یووالي حکومت د یوې سیاسي هوکړې له مخې جوړ شوی او دی به هم د حکومت تر پایه پر خپل ځای پاتې شي.  

په همدې حال کې محمداشرف غني چې ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندېدو لپاره د ټاکنو کمېسیون ته تللی و، د عبدالله عبدالله د استعفا په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې په غیرمستقیم ډول وویل چې دا موضوع په اساسي قانون کې روښانه ده.

بله‌خوا د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي د عبدالله عبدالله د استعفا موضوع حقوق‌پوهانو ته پرېږدي او هغوی هم وايي چې اجرایوي رییس باید له خپلې دندې استعفا وکړي.

حقوق‌پوه کبیر رنجبر وايي، عبدالله عبدالله او مرستیالان یې باید د قانون له مخې، په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندېدو پر مهال خپلې دندې پرېږدي.

د نوموړي په وینا، اجراییه ریاست په خپل ذات کې ناقانونه دی او که اجرایوي رییس او مرستیالان یې استعفاوې و نه‌کړي، د قانون ماتونه به بیا تکرار شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي سلام‌وطندار ته وویل، که د اجرایوي رییس د نوماندېدو په اړه د ارګ او سپېدار ترمنځ سیاسي هوکړه و نه‌شي، په حکومت کې به د جنجالونو او بحران لامل شي.

د نوموړي په وینا، د اجراییه ریاست د ډلې استدلال سیاسي هوکړه‌لیک دی، خو د ارګ لپاره د یاد هوکړه‌لیک مهال تېر شوی دی.

ولسمشر محمداشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لاړل او هلته یې د بېلو نوماندانو په توګه د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام